د افغانستان ا.ا له قطر سره د هر اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړې دي

0
412

 د افغانستان ا.ا له قطر سره د هر اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړې دي

واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له ا.ا سره نږدې راشه درشه لري او تل یې د بشري او اقتصادي بحران د مدیریت برخه کې د پوره همکاریو ټټر وهلی دی.

 

(2022 / 2 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د قطر له سفیر سعید بن مبارک سره کتلي دي.

د یادې لیدنې په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د هر اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د تجارتي تعامل پر ډېرېدو او د پانګونې لپاره د زمینې پر برابرولو خبرې اترې کړې دي.

حنفي له قطر هېواد څخه د بشردوستانه مرستو د جلب په برخه کې هم د همکاریو غوښتنه کړې ده.

واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له ا.ا سره نږدې راشه درشه لري او تل یې د بشري او اقتصادي بحران د مدیریت برخه کې د پوره همکاریو ټټر وهلی دی.

Leave a reply