پیښور کې پولیسو د نشه ی توکو قاچاق کوونکي نیولي

0
180

باغی ټي وي رپورټ
پيښور کې پوليسو دمخدره موادو په ضد کاروائي کړې دې او یو شمیر داسې کسان ی نیولي دي چې د نشه ی توکو په ناوړه کاروبار کې ی لاس لرلو.
د پولیس رپورټ مطابق دوی 16 داسې کسان نيولي دي ، د نیول شوو کسانو د قبضې نه 1 کلو ګرامه آیس او 20 کلو چرس ترلاسه شوي دي.
پولیس وایی چې د نیول شوو کسانو په ضد په مختلفو پوليس سټيشنو کښي مقدمې درج کړي شوي دي او د تورن کسانو څخه پلټنې پیل شوي دي.
په یو بله کاروایی کې د پیښور پولیسو په سرکارۍ زمکه د غیرقانوني قبضه کولو هڅه شنډه کړې ده. د پولیس رپورټ مطابق په ډبګرۍ کې د سرکاري هائي سکول سره څیرمه په سړک باندي قبضه کولو کوشش ناکامه شوي دې او دوه ملزمان نيولي شوي دي. پولیس بیان مطابق د تورن په اړه د شاه کابل په امنيه قوماندانۍ کې مقدمه درج شوې ده او نورې پلټنې روانې دي.

Leave a reply