سوداګرۍ وزارت وايي چې ښځې د اسلامي ارزښتونو پۀ پام کې نیولو سره سوداګري کولی شی

0
260

سوداګرۍ وزارت وايي چې ښځې د اسلامي ارزښتونو پۀ پام کې نیولو سره سوداګري کولی شی

د یادونې ده چې د امریکا له لوري د افغان مالي شتمنۍ کنګل کېدو سره سم د هېوادوالو اقتصادي وضعیت لا ځپل شوی دی او د افغانستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د امریکا دا کار غیر عادلانه او له افغانانو سره ښکاره ظلم بللی دی.

(2022 / 2 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې د نوې سوداګریزې تګلارې په عملي کېدو سره به تر یوه حده د خلکو ستونزو ته رسېدګي وشي.

د یاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري یوې خبري غونډې ته ویلي چې له نوې اقتصادي تګلارې سره سم دغه راز ټول بهرني او کورني سوداګر چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ولري، بې له کومې وېرې پانګونه کولی شي.

هغه زیاته کړې ده چې ښځینه سوداګرې هم د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې سوداګریز فعالیتونه کولی شي.

Leave a reply