د سپورټس او سیاحتي میلو مقصد دادې چې نړۍ ته د پاکستان ښایسته او مثبت اړخ ښکاره شي: اشتیاق خان

باغی ټي وي رپورټ
پراجيکټ ډائريکټر اشتياق خان په یو بیان کې ویلي دي چې په ضم ضلعو کې د سياحتي فعاليتونو مقصد نړۍ ته د پاکستان مثبته څېره ښودل دي. هغه ویلي دي چې ډېر زر به په ضم ضلعو کې د سياحت مېلې هم پيل شي چې ددې ځای خلقو ته د روزګار موقع هم په لاس راشي او دې سره به ددې علاقو مثبت اړخ هم نړۍ ته ښکاره شي.
د خیبر پښتونخوا د سیاحت او سپورټس د څانګې تر سرپرستۍ لاندې د خیبر پښتونخوا د بایسکل ځغلونې اتحادیې او د خیبر پښتونخوا د بایسکل ځغلونې فدراسیون لخوا په ګډه جوړه شوې د خیبر ملي سایکل ریس لومړۍ ټور ډي د تیراه وادي په دوه توی باندې په بریالیتوب سره پای ته ورسیده.
د ضم ضلعو پراجيکټ ډائريکټر اشتياق خان او ليفټننټ تيراه رائفل خرم رشيد د اختتامي دستورې په موقع خاص ميلمانه وو۔
په دوهم پړاو د سایکل ځغلولو سیالیو کې د خېبرپښتونخوا ګرین محسن خان په اول، د خېبرپښتونخوا وایټ صادق الله دویم او د خېبر پښتونخوا ګرین فرزان خان دریم نمبر راغلې دې .





