د اوکراین پۀ اړه؛ غربي هېوادونو پر روسیه نوي بندیزونه وضع کړل

0
140

د اوکراین پۀ اړه؛ غربي هېوادونو پر روسیه نوي بندیزونه وضع کړل

المان له روسیې سره د ګاز د لېږد د سترې پروژې چارې ځنډولې دي، امریکا ددغه هېواد پر نظامي او ځينې ملکي بانکونو نوي بندیزونه وضع کړل، فرانسې هم د ځینو اقداماتو خبرداری ورکړی دی او کاناډا هم له روسي اشخاصو او بانکونو سره راکړه ورکړه بنده کړه.

 

(2022 / 2 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا او ځینو نورو غربي هېوادونو پر روسیه نوي بندیزونه وضع کړي دي.

المان له روسیې سره د ګاز د لېږد د سترې پروژې چارې ځنډولې دي، امریکا ددغه هېواد پر نظامي او ځينې ملکي بانکونو نوي بندیزونه وضع کړل، فرانسې هم د ځینو اقداماتو خبرداری ورکړی دی او کاناډا هم له روسي اشخاصو او بانکونو سره راکړه ورکړه بنده کړه.

دغه راز غربي هېوادونو پر پوتین تور پورې کړی چې یو ځل بیا غواړي د روسیې امپراتوري راژوندۍ کړي، خو پوتین وايي دا چاره نه ترسره کوي، بلکې د خپل هېواد ساتنې ته ژمن دی.

اړوند موضوعات: 

اوکراین او نړیوال غبرګونونه؛ فرانسې، المان او امریکا د پوتین پرېکړه غندلې ده

روسیې بیا په ټوله کې پر بندیزونو غبرګون نه دی ښوودلی، خو وایي هر وخت له امریکا او غرب سره خبرو ته تیار دي.

Leave a reply