اوکراین او نړیوال غبرګونونه؛ فرانسې، المان او امریکا د پوتین پرېکړه غندلې ده

0
134

اوکراین او نړیوال غبرګونونه؛ فرانسې، المان او امریکا د پوتین پرېکړه غندلې ده

پوتین تازه له اوکراین دوې برخې بېلې کړې، هغه یې مستقل هېوادونه اعلان کړل، خپل ولسمشران یې ورته معرفي کړل، د همکارۍ سند یې لاسلیک کړ او د دوی د ساتنې لپاره یې خپل پوځیان دغه سیمو ته لېږلي دي.

 

(2022 / 2 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نړۍ ګڼو هېوادونو د اوکراین پر وړاندې د روسیې پر پرېکړه غبرګونونه ښوودلي دي.

د فرانسې ولسمشر او همدا راز د المان لومړي وزیر ویلي، روسیې د سولې هڅې ناکامې کړې او نوو ناندریو ته یې لار پرانیسته.

دوی ویلي چې د روسیې دا کار غندي. له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، ژر او پر وخت باید د روسیې د اقدام ځواب وویل شي.

بایډن بیا د ابتدايي غبرګون په توګه تازه بېلې شوې برخې د بندیزونو په لېست کې شاملې کړې او امریکایي وګړو ته یې امر کړی چې له دې سیمو سره هېڅ ډول معاملات او اړیکې و نه لري.

اړوند موضوعات: 

پوتین اوکراین تجزیه کړ؛ دوو نوو برخو ته یې ولسمشران معرفي کړل

پوتین تازه له اوکراین دوې برخې بېلې کړې، هغه یې مستقل هېوادونه اعلان کړل، خپل ولسمشران یې ورته معرفي کړل، د همکارۍ سند یې لاسلیک کړ او د دوی د ساتنې لپاره یې خپل پوځیان دغه سیمو ته لېږلي دي.

Leave a reply