بورګینا فاسو؛ د سرو زرو کان کې چاودنو ۵۹ کسان وژلي دي

0
124

بورګینا فاسو؛ د سرو زرو کان کې چاودنو ۵۹ کسان وژلي دي

په پېښه کې ۵۹ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي. لومړني معلومات ښيي چې چاودنې په کانونو کې د سرو زرو ساتلو لپاره د ځانګړو کیمیاوي موادو د موجودیت له امله رامنځ ته شوې دي.

 

(2022 / 2 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بورګینا فاسو کې د سرو زرو یوه کان کې چاودنو ۵۹ کسان وژلي دي.

نړیوالې رسنۍ وایي چې ددې هېواد په جنوب کې په ځایي وخت د ماسپښين دوه بجې د سرو زرو په یوه کان کې پرله پسې چاودنې شوې دي او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

په سیمه کې حکومتي چارواکي رسنیو ته ویلي چې لومړی یوه چاودنه وشوه، یو شمېر کسان یې ووژل، خو کله چې خلکو د ځان ژغورلو لپاره منډې وهلې څو نور چاودنې هم وشوې.

په پېښه کې ۵۹ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي. لومړني معلومات ښيي چې چاودنې په کانونو کې د سرو زرو ساتلو لپاره د ځانګړو کیمیاوي موادو د موجودیت له امله رامنځ ته شوې دي.

بورګینا فاسو هغه افریقايي هېواد دی چې تر ټولو ستر تولید یې د سرو زرو استخراج دی او ډېری وګړي یې هم په دې کار وبار بوخت دي.

Leave a reply