وزیراعلی محمود خان او مشتاق غني ملاقات کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان سره د صوبائي اسمبلۍ سپيکر مشتاق احمد غني کتنه کړې د، په ملاقات کې په یو شمیر مهم موضوعاتو ټینګار شوې دې .
د وزیراعلی محمود خان په ټولنیزو رسنیو خپور یو رپورټ مطابق په دې ملاقات کې په ايبټ آباد کښي د عوامي فلاحي سکيمونو په اړه هم خبرې شوي دي۔
د سپيکر په خاص غوښتنه وزيراعلي ډي سي ايبټ آباد ته لارښوونه کړې ده چې د منظور شوې ايبټ آباد ميډيا کالونۍ لپاره دې ډیر زر د زمکې د اخستلو لپاره ضروري ګامونه پورته کړي.
وزيراعلي په ايبټ آباد کښې د سپورټس کمپلکس جوړولو لپاره د 250 کنال حکومتي زمکه د ورکولو لپاره سمري هم منظوره کړه.
په دې لیدنه کې وزيراعلي د ايبټ آباد قبرستان لپاره د سل ميليونو روپو ورکولو باور هم ورکړو.
وزیراعلی اړوند چارواکو ته دا لارښوونه هم وکړه چې د صوبای حکومت د د پالیسۍ مطابق دې په ایبټ آباد کې د سبزۍ منډهی او د ټیکسۍ سټینډ د ښار نه بهر وړولو لپاره ټي ایم اې ته ۱۶ کروړه روپۍ ورکولو لپاره هم ګامونه پورته کړې شي.






