اسلام آباد کې د پخوانۍ فاټا په اړه یوه مهمه غونډه شوې

0
123

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې د پخوانۍ فاټا قبایلی سیمو په اړه یوه مهمه غونډه شوې ده.
د نیشنل ډیموکریټک موومنټ مرکزي چيئرمېن او د قامي اسمبلۍ غړې محسن داوړ هم د فاټا چارو په اړه د قامي اسمبلۍ ځانګړې کمېټۍ په غونډه کې ګډون کړې دې۔په غونډه كښې د شمالي وزيرستان د ودانيو، مالونو او د زمكې د زيان په اړه ټینګار وشو.

په دې موقع د ریلیف ډیپارټمنټ د یاد شوو ځایونو ته د زیان رسیدو کیسونه پي اینډ ډبلیو ډیپارټمنټ ته ولیږله. صوبايي وزير تيمور جهګړا، چې د صوبايي حکومت په استازيتوب په غونډه کې موجود و، کميټې ته ډاډ ورکړ چې د (P&D) څانګه به ژر تر ژره دا ستونزې هواره کړي.په غونډه كښې د جنډوله او جنوبي وزيرستان د كمپائن سېشن د کیسونو په اړه هم تفصيلي خبرې وشوې
په دې مهمه غونډه کې د خېبر ضلعې نه د بې کوره شوو کډوالو واپسۍ او د کمپاين په غونډه کې هم په تفصيل سره خبرې وشوې، په غونډه کې په قبایلي سیمو کې د صنعتي زونونو او نورو مسايلو په اړه هم غور او ټینګار وشو.

Leave a reply