د اوکراین ولسمشر: پر خپله خاوره خپل اختیار غواړو، له هیچا مو سترګه نه سوځي

د اوکراین ولسمشر: پر خپله خاوره خپل اختیار غواړو، له هیچا مو سترګه نه سوځي
نوموړي د پوتین اقدام غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی پر خپله خاوره خپل اختیار غواړي او هغه څوک چې د دوی په چارو کې مداخله کوي او دوی په برخو وېشي پر وړاندې به یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
(2022 / 2 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وروسته تر هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین تجزیه او بېلو کړو برخو ته یې واکمنان وټاکل او دغه راز یې خپل ځواکونه یادو سیمو ته ولېږل، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې ویلي چې دوی له هیچا او هیڅ هېواد څخه نه وېرېږي.
نوموړي د پوتین اقدام غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی پر خپله خاوره خپل اختیار غواړي او هغه څوک چې د دوی په چارو کې مداخله کوي او دوی په برخو وېشي پر وړاندې به یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی دی چې اوکراین هیڅوک نه شي بېلولی او په خپل ټول توان به د بېلوونکو پر وړاندې ودرېږي.
د یادونې ده چې د اوکراین په اړه د پوتین پرېکړې امریکا او متحدین یې سخت غوسه کړي دي او جوبایډن ویلي چې د روسیې د پرېکړې په اړه باید ژر تر ژره عملي اقدامات وشي.






