ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر د روسیې لۀ ولسمشر سره د لیدنې پۀ موخه مسکو ته سفر وکړي

ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر د روسیې لۀ ولسمشر سره د لیدنې پۀ موخه مسکو ته سفر وکړي
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پر داسې مهال مسکو ته سفر کوي چې د اوکراین پر سر د روسیې او امریکا اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي.
(2022 / 2 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به لومړی وزیر عمران خان له پوتین سره د لیدنې په موخه مسکو ته سفر وکړي.
اعلامیه کاږي چې د عمران خان د دې سفر اصلي اجنډا په نړیوالو او سیمه ییزو مسائلو کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پراختیا ده.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پر داسې مهال مسکو ته سفر کوي چې د اوکراین پر سر د روسیې او امریکا اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي.






