ایران د هلمند سیند اوبو پر خوشې کولو ټينګار کړی
ایران د هلمند سیند اوبو پر خوشې کولو ټينګار کړی
ایراني رسنیو د دغه هېواد د انرژۍ وزیر له قوله ویلي، سره له دې چې دوی له افغان لوري څخه په لنډه موده کې د هلمند سیند اوبو خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده خو افغان حکومت تر اوسه په دې برخه کې هیڅ عملي اقدامات نه دي کړي.
(2022 / 2 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې دوی له افغان حکومت سره د هلمند سیند اوبو خوشې کولو پر سر په تېرو دریو میاشتو کې په مسلسل ډول مذاکرات کړي دي.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د انرژۍ وزیر له قوله ویلي، سره له دې چې دوی له افغان لوري څخه په لنډه موده کې د هلمند سیند اوبو خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده خو افغان حکومت تر اوسه په دې برخه کې هیڅ عملي اقدامات نه دي کړي.
د یادونې ده چې ایران ته بهېدونکې د هلمند سیند اوبه له تېرو څو میاشتو راهیسي تړل شوې دي او دې چارې افغان پولې ته څېرمه مېشت ایرانیان او په ټوله کې د ایران حکومت سخت اندېښمن کړی دی.