پنټاګون وايي امریکا ته ځينې راغلي کډوال خطرناکه جرمي سابقه لري

0
107

پنټاګون وايي امریکا ته ځينې راغلي کډوال خطرناکه جرمي سابقه لري

د امریکا د دفاع وزارت په یوه راپور کې ویلي د راغلو افغان کډوالو په منځ کې شاوخوا پنځوس کسه یې داسې دي چې په خطرناکو جرمونو یې لاس پورې کړی دی او ان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو مخینه لري.

 

(2022 / 2 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي د تخلیې ماموریت کې د تللو ځينو کسانو دوسیې یې څېړلې او ثابته شوې چې دوی خطرناک مجرمین دي.

د امریکا د دفاع وزارت په یوه راپور کې ویلي د راغلو افغان کډوالو په منځ کې شاوخوا پنځوس کسه یې داسې دي چې په خطرناکو جرمونو یې لاس پورې کړی دی او ان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو مخینه لري.

سرچینه همدا راز وایي دې مسئلې دوی اړ کړي چې د دوسیو په څېړنه کې له لا ډېر دقت کار واخلي.

دوی اندېښنه ښيي چې ښايي دغه ورغلي کسان ټولنیز نظم ګډوډ کړي او په امریکا کې په ورانکاره فعالیتونو لاس پورې کړي.

اړوند موضوعات: 

امریکا ته تللي افغانان؛ لۀ ۲۸ زرو څخه یوازې د ۱۰۰ د ویزې غوښتنې منل شوي دي 

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت هم دا مسئله د اندېښنې وړ بللې او په دې برخه کې یې د دقت غوښتنه کړې ده.

Leave a reply