دې هېل: بایډن په ښکاره له افغانانو غلا ته ملا تړلې ده

0
186

دې هېل: بایډن په ښکاره له افغانانو غلا ته ملا تړلې ده

دې هېل نشریې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امریکا د کړنو له امله رامنځ ته شوی نو له همدې امله دې د ناکامۍ بار پر نورو نه اچوي او نه دې هم په دغه ډول غیر اقداماتو خپلې تېروتنې پټوي.

 

(2022 / 2 / 20  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بایډن په ښکاره د افغانانو له شتمنۍ سترې غلا ته ملا تړلې ده.

دې هېل نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت، د امریکا وتلو او د بایډن وروستۍ پرېکړې ته کتنه کړې ده.

سرچینه وایي نړیوالو قوانینو ته په کتو د بایډن اداره د یوې داسې پرېکړې حق نه لري، نو له همدې امله دا یوه ښکاره غلا ګڼل کېږي. سرچینه وایي بایډن له یوه بېوزله هېواد غلا کوي او پر شتمنو یې وېشي.

په مطلب کې راځي چې که د بایډن پرېکړه عملي کېږي نو دا به تر افغانستان ډېر امریکا ته زیان ورسوي، ځکه ددغه هېواد د بانکونو او پخپله د حکومت باور به راښکته کړي.

اړوند موضوعات: 

د بشري حقونو فعالین: د بایډن وروستۍ پرېکړه د افغانانو د نسل وژنې په مانا ده

دې هېل نشریې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امریکا د کړنو له امله رامنځ ته شوی نو له همدې امله دې د ناکامۍ بار پر نورو نه اچوي او نه دې هم په دغه ډول غیر اقداماتو خپلې تېروتنې پټوي.

Leave a reply