خاوندان باید خپلې ضدي ښځې اووهي: د ملیشیا ښځینه وزیرې سړو ته مشوره
باغی ټي وي رپورټ
د ملیشیا یوې ښځینه وزیرې نارینه وو ته سپارښتنه او مشوره ورکړې ده چې خپلې ضدې ښځې اووهي.
د ملیشیا د کورنیو چارو او ټولنیزو چارو ښځینه وزیرې سیټي زیلا محمد یوسف د ټولنیزو رسنیو په انسټاګرام یوه ویډیويي بیان کې نارینه وو ته سپارښتنه کړې چې خپلې سخت دریځې مېرمنې اووهي.
د مشرق رپورټ مطابق کورنیو چارو وزیر وايي، که مېرمنې د خبرو له لارې تر قناعت وروسته له خپل چلند څخه ډډه ونه کړي، نو لومړی دې د ۳ ورځو لپاره د کوره رخصت شي
که ښځه بیا هم په خپل ضد پاتې شي، سړی کولی شي د هغې په وړاندې د سختۍ لپاره خپل لاس پورته کړي او اوی وهي.