جینوا کال وايي چې یوازې بشري مرستې افغانستان لۀ ناورین څخه نشي ژغورلی
جینوا کال وايي چې یوازې بشري مرستې افغانستان لۀ ناورین څخه نشي ژغورلی
الین دیترو ویلي، دی د افغانستان پر سیاسي موضوعاتو تبصره نه کوي خو هغه څه چې مهم دي دا دي چې که چېرته د دغه هېواد خپلې پیسې ازادې نه شي او نغدي مرستې ورته ونه رسېږي نو افغانستان به له بې ساري اقتصادي او بشري ناورین سره لاس او ګریوان شي.
(2022 / 2 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
جینوا کال په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی او خبرداری یې ورکړی دی چې که چېرته ژر تر ژره د افغانستان مالي شتمني ازاده نه شي نو دغه هېواد به له نه جبرانېدونکي فقر او تنګ لاسۍ سره مخ شي.
د یاد بنسټ رییس ویلي چې یوازې بشردوستانه مرستې د افغانانو درد نه شي دوا کولی او د دغه هېواد د اقتصاد د ودې لپاره په کار ده چې د افغانستان مالي شتمني ازاده او بېرته دغه هېواد ته وګرځول شي.
الین دیترو ویلي، دی د افغانستان پر سیاسي موضوعاتو تبصره نه کوي خو هغه څه چې مهم دي دا دي چې که چېرته د دغه هېواد خپلې پیسې ازادې نه شي او نغدي مرستې ورته ونه رسېږي نو افغانستان به له بې ساري اقتصادي او بشري ناورین سره لاس او ګریوان شي.
د یادونې ده چې د افغان مالي پانګې په اړه د جوبایډن تر وروستۍ پرېکړې وروسته د افغانستان د اقتصادي ناورین په اړه اندېښنې خپل اوج ته رسېدلې دي.