پیښور انتظامیه د قانون څخه سرغړونې په تور کې دوکانداران نیولي

باغي ټي وي رپورټ
ايډيشنل اسسټنټ کمشنر طاهر شاه د کارخانو او حيات آباد بازارونو معائنه کړي او د دوکانونو نه بهر تجاوزات جوړولو په تور ئي زياتره دوکانداران ګرفتار کړي او تجاوزات ئي ختم کړي دي۔
په یوه بله کاروایی کې د پيښور ضلعي انتظاميي د تجاوزاتو مافيا خلاف کارروائي کړي ده او د تجاوزاتو مافيا خلاف عمليات شوي دي، دا عملیات په خيبر بازار، ليډي ريډنګ هسپتال، بالا حصار موټر سائيکل مارکيټ او نورو سيمو کښي شوي دي۔
د ايډيشنل اسسټنټ کمشنر عادل وسيم د ډي ايس پي ټريفک په ملګرتيا عمليات کړي دي او ۶۸ دوکانداران ی د سرغړونې په تور ونیول شول، انتظامي افسران وایی چې دا اپریشن به روان وي.





