لۀ هند څخه دوه نیم ټنه بشري مرسته کابل ته رسېدلې ده 

0
288

لۀ هند څخه دوه نیم ټنه بشري مرسته کابل ته رسېدلې ده 

د یادونې ده چې  ملګرو ملتونو څه موده وړاندې د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی و او له مرستندویه بنسټونو او هېوادونو څخه یې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې وه.

(2022 / 2 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هندوستان هېواد له لوري د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په لړ کې تازه دوه نیم ټنه مواد کابل ته را رسېدلې دي.

د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د هندوستان هیواد له لوري د افغانستان له خلکو سره د مرستو په لړ کې یاد هیواد تازه دوه نیم ټنه مواد، چې ادویه او البسه په کې شامل دي کابل ته را رسېدلې دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې ا.ا د دا ډول بشردوستانه مرستو هرکلی کوي او هیله لري چې نور هېوادونه هم له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

Leave a reply