اروپايي ټولنه وايي چې د ا.ا ورسره د تېر نظام اساسي قانون ته د درناوي ژمنه ورسره کړې 

0
155

اروپايي ټولنه وايي چې د ا.ا ورسره د تېر نظام اساسي قانون ته د درناوي ژمنه ورسره کړې 

په ورته وخت کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په دوحه کې یې د اروپایي ټولنې له استازو سره پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي او یادې ټولنې ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به له هیڅ راز مرستو او همکاریو مخ ونه ګرځوي.

(2022 / 2 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ویلي چې د افغانستان ا.ا پلاوي ژمنه کړې ده چې د افغانستان جمهوري نظام اساسي قانون ته به درناوی کوي.

ایسنا د اناتولي اژانس په حواله د وان برنت له قوله ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ د ا.ا پلاوي په دوحه کې دوی ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان اساسي قانون ته به درناوی کېږي.

هغه زیاته کړې ده چې یاد پلاوي دغه راز وعده کړې ده چې د نجونو او هلکانو ښوونځي به ژر پرانیستل شي او د ټولنې د ټولو اړخونو لپاره به نوي قوانین هم جوړ کړي.

برنت څرګنده کړې ده چې دوی په یاده لیدنه کې د افغانستان پر بد بشري وضعیت، اقتصادي ناورین، سیاسي وضعیت او نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

Leave a reply