د پیښور بي آر ټي سروس ته نړیوال ایوارډ ورکول د صوبې لپاره یو لوی ویاړ دې: وزیراعلی محمود خان

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په یو بیان کې ویلي دي چې د پیښور بي آر ټي سروس ته د سرو زرو انټرنيشنل ايوارډ ترلاسه کول د صوبائي حکومت او د صوبې د خلکو لپاره يو وياړ دی.
وزيراعلي ویلي دي چې بي آر ټي پيښور ته د دې ايوارډ په ترلاسه کولو مبارکي وايم او په په خاصه توګه د پيښور اولس ته هم مبارکي ورکوم.
نوموړی وایی چې د بي آر ټي پيښور په نړيوال سټنډرډ پبلک ټرانسپورټ سروس جوړولو کښې د متعلقه څانګو، ادارو او ټولو نورو اهلکار د کوششونو ستائنه کوم چې د یو کامیابې پروژې په کامیابولو کې ی لاس او برخه ده.
هغه وایی او زیاتوي چې د بي آر ټي د پي ټي آئي حکومت فليګ شپ منصوبه ده او د پيښور خلقو لپاره لويه تحفه ده.
بي آر ټي پيښور د گولډ سټنډرډ ايوارډ ترلاسه کولو سره پاکستان د نړۍ اووم او په ايشيا کښې دريم ملک شو چې دا ايوارډ ترلاسه کوي.






