په دوو ترافیکې پېښو کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په دوو ترافیکې پېښو کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د سالنګ د لویې لارې د څار او ساتنې مسوول قاضي عبدالله عبید وايي، چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په شمالي سالنګ کې یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د واوره پاکوونکي لوډر سره ټکر وکړ چې له امله یې مسافر وړونکي موټر او مسافرو ته زیان اوښتی دی.
(2022 / 2 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چارواکي وايي، چې په شمالي سالنګ کې دوه جلا ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې یو کس مړ او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
دواړه پېښې تېره شپه ناوخته شوي چې په لومړۍ پېښه کې یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر له واوره پاکوونکي لوډر موټر او په دویمه پېښه کې بیا یو کرولا موټر له ټېلر سره ټکر کړی دی.
د سالنګ د لویې لارې د څار او ساتنې مسوول قاضي عبدالله عبید وايي، چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په شمالي سالنګ کې یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د واوره پاکوونکي لوډر سره ټکر وکړ چې له امله یې مسافر وړونکي موټر او مسافرو ته زیان اوښتی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې ټول ۱۲ کسان ټپيان شوي دي. په همدې سیمه کې په دویمه ترافیکي پېښه کې بیا یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.