ایران وايي افغانستان کې هر اړخیزې پانګونې ته چمتو یو

ایران وايي افغانستان کې هر اړخیزې پانګونې ته چمتو یو
د کرنې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د ایران له سفیر غوښتي چې د کرنې او مالدارۍ په ځانګړې توګه د زراعتي ماشینونو، کیماوي سرې، کرنیزو درملو او په نورو کرنیزو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
(2022 / 2 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې د ايران سفير د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد يې په افغانستان کې هر اړخيزې پانګونې او همکارۍ ته چمتو دی.
کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان د افغانستان ابادي د سيمې د هېوادونو په ګټه ګڼلې او په وينا یې د افغانستان کرنه او مالداري بايد له دوديزې بڼې عصري بڼې ته واړول شي.
د کرنې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د ایران له سفیر غوښتي چې د کرنې او مالدارۍ په ځانګړې توګه د زراعتي ماشینونو، کیماوي سرې، کرنیزو درملو او په نورو کرنیزو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان کرنیز محصولات په نړۍ کې بې مثاله دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به یې هېواد ته زیاتره واردات له افغانستان څخه وي.






