د شهباز شریف او جهانګیر ترین ترمینځ ملاقات کړې

0
141

باغی ټي وي رپورټ
په رسنیو کې چاپ د یو رپورټ مطابق د اپوزيشن ليډر او د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف د پي ټي آئي ناراضه مشر جهانګير خان ترين سره پټ ملاقات کړي دې.
د جیو رپورټ مطابق باخبرو سرچینو دی نیوز ورځپانړې ته ویلي، چې څو ورځې وړاندې دواړو مشرانو د عمران خان پر حکومت او د هغه پر برخلیک خبرې وکړې. کله چې جهانګير ترين سره تماس ونيول شو نو د وزيراعظم عمران خان په ضد د اپوزيشن د عدم اعتماد د تحريک په تناظر کې د دغې مهمې غونډې په اړه ی نه دي ویلي .
جهانګير ترين د شهباز شريف سره د ملاقات د تصديق او ترديد پرته وويل چې په قامي او صوبايي اسمبلۍ کې د هغه د ډلې غړو هغه ته د هر ډول سياسي پريکړې کولو واک ورکړی دې.
هغه وویل چې د یو سیاستوال په توګه له نورو سیاستوالو سره په خبرو اترو باور لري. دا ډول تماسونه د سیاست برخه ده.

Leave a reply