پیښور کې د سوالګرو په ضد کاروایی شوې ده

0
75

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور ډويژن د کمشنر رياض خان محسود په حکم د سماجي بهبود محکمي پيښور صدر کښې د سوالګرو په ضد کاروائي کړې ده،
په ررسنیو کې د چاپ یو رپورټ مطابق پیښور انتظامیه 27 مسلکي سوالګران نيولي او دارالکفاله ته يې منتقل کړي دي تر څو د څخه هغوي ته د معاشرې کارآمد وګړي جوړ کړي۔
د مشرق رپورټ مطابقو د پيښور صدر ډويژن کمشنر رياض خان محسود تيره ورځ د پيښور صدر تاجرانو لخوا يو درخواست ترلاسه کړے شوے وو، په درخواست کې غوښتنه شوې وه چې پيښور صدر کښې د سوالګرو له وجې دوي او د دوي مشتريان له سختو مشکلاتو سره مخ دي نو ځکه دې پيښور صدر کښې خاص کاروائي اوکړي شي او د دا مسلکي سوالګر دې د انتظامیه له لوري ونیول شي.

Leave a reply