روسیه وایي امریکا پر دوی بندیزونو ته پلمې لټوي

روسیه وایي امریکا پر دوی بندیزونو ته پلمې لټوي
پوتین وایي له کلونو راهیسې بلاروس او روسیه د امریکا د ناوړه او غیر قانوني اقداماتو له امله له فشار سره مخ دي او دوی نه غواړي چې دغه هېوادونه خپلې اقتصادي ودې ته ادامه ورکړي.
(2022 / 2 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین وایي دوی که پر اوکراین برید وکړي یا نه خو امریکا او ملګري یې تل د بندیزونو د وضع کولو لپاره لاره پلټي.
پوتین وایي له کلونو راهیسې بلاروس او روسیه د امریکا د ناوړه او غیر قانوني اقداماتو له امله له فشار سره مخ دي او دوی نه غواړي چې دغه هېوادونه خپلې اقتصادي ودې ته ادامه ورکړي.
پوتین زیاته کړې چې غرب تل له اقتصادي فشارونو د دوی پر وړاندې استفاده کړې ده او ستر اقتصادي ناورینونه یې رامنځ ته کړي.
په ورته وخت کې بایډن یو ځل بیا ټینګار کړی چې پوتین پر اوکراین د برید پلان لري او له دې پرېکړې نه دی په شا شوی.






