ښايي نړیوال بانک د افغانستان ۶۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي

0
211

ښايي نړیوال بانک د افغانستان ۶۰۰ میلیونه ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي

په کابل کې د نوي حکومت په راتګ سره امریکا په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړه، چې تر دې دمه یې له یادو شتمنیو د افغانستان پر وړاندې د فشار په توګه کار اخیستی دی.

 

(2022 / 2 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

رویټرز خبري اژانس وایي د نړیوال بانک مدیره هیت یو وړاندیز لاسلیک کړی چې له مخې یې ددغه بانک په امانتي صندوق کې د افغانستان میلیونونه ډالر کنګل شوې شتمني ازادېږي.

راپورونه وایي چې دغه پیسې به د بیا رغونې وجهي صندوق تمویل کوونکو ته په افغانستان کې د مرستو په موخه ورکول کېږي.

نړیوال بانک ویلي چې دا شپږ سوه میلیونه ډالر به په افغانستان کې د پوهنې، افغان کورنیو او ټولنیزو مسایلو لپاره کارول کېږي.

د دغه پیسو د ازادولو په اړه به وروستۍ پرېکړه د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړیو کې اعلانېږي.

په کابل کې د نوي حکومت په راتګ سره امریکا په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړه، چې تر دې دمه یې له یادو شتمنیو د افغانستان پر وړاندې د فشار په توګه کار اخیستی دی.

Leave a reply