عمران خان ویلي چې پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف مو چې لندن ته پریښودې،دا مو غټه تیروتنه کړې ده

0
97

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان وايي د نواز شريف بهر ته لېږل زمونږ لويه تېروتنه وه. منډي بهاؤالدين کې يوې جلسې ته په وينا کې وزيراعظم عمران خان وويل د٣٠ؤ کالو وروستو دپاکستان اسمبلۍ دډيزل پرته چليږي اؤ دپاکستان اسمبلۍ په سولر چليږي. د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف باندې نيوکه کولو سره عمران خان وئيلي دي چې وړوکي خان زړه ډير کمزورے دے، شهباز شريف پوهيږي چې که مقدمه يې پرمخ لاړه نو هغه به نۀ پريښودل کيږي، هغه زیاته کړه چې شهباز شریف ولې عدالت څخه تښتي ځکه چې دلته خو عدالتونه آزاد دي.
هغه وويل دا خلک غواړي ما ته هم هغه اين آر او راکړي لکه څنګه چې پرويز مشرف ورکړى وؤ خو تر څو چې ژوندى يم هيڅکله به اين آر او نۀ اخلى، زه به د دې غلو پسې به ځم، تر څو چې د ملت پيسې واپس نه کړم.

Leave a reply