د پاک افغان همکارۍ ټولنې مشرانو ۱۹ لارۍ، ۴۵۵ ټنه بشري مرستي افغان چارواکو ته وسپارلې
نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله تورخم نن د جمعې په ورځ رسنیو سره په خبرو کې د پاک افغان همکارۍ ټولنې مشر حاجي حبیب الله اوویل چې د پاکستان حکومت او عوام په دې سخت وخت کې د افغانستان حکومت او افغان اولس سره مرستې کوي او دا مرستې به دوام ولري.
په تورخم پوله نن د پاک افغان همکارۍ ټولنې د مشرانو له لوري افغان چارواکو ته ۱۹ ټرکونه چې د بشري مرستو ،خوراکی او غیرخوراکي توکو ډک وو وسپارل.
د چارواکو مطابق دا خوراکی او غیرخوراکی توکی چې ۴۵۵ ټنه وو د پاک افغان همکارۍ ټولنې مشر حاجی حبیب الله او تورخم تحصیلدار غنچه ګل افغان چارواکو عزت الله کمیسار،قاري حکیم دین او قاري ثابت ته وسپارل.
په دې موقع رسنیو سره خبرو اترو کې د پاک افغان د همکارۍ ټولنې مشر حاجي حبیب الله اوویل چې پاکستان حکومت او اولس په دې سخت وخت کې افغان اولس سره هره ممکنه مرسته کوي، هغه اوویل چې دې نه وړاندې هم په زرګونه ټنه خوراکي ،غیر خوراکي توکي او داروګان افغانستان ته لیږل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دا مرستې به دوام ولري چې د خپل افغان اولس ستونزې کمې کړي، په دې موقع افغان چارواکو هم د پاکستان حکومت،عوام او د پاک افغان همکارۍ ټولنې مشرانو څخه ځانګړې مننه وکړه چې په دې سخت وخت کې ی دوی سره بشري مرستې وکړي.
…………………………………………….
…………………………………………….
…………………………………………….