روسیې د اوکراین لۀ پولو خپل سرتېري د ماموریت تر سرته رسېدو وروسته خپلو هډو ته ګرځولي 

0
87

 روسیې د اوکراین لۀ پولو خپل سرتېري د ماموریت تر سرته رسېدو وروسته خپلو هډو ته ګرځولي 

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي‌ چې د اوکراین د پولو ترڅنګ په تطبیقاتو کې ګډون کوونکي‌ ځیني‌ ټانکونه او پرسونل د ماموریت د پایته رسولو نه وروسته خپلو اصلي‌ هډو ته ستانه شوي‌ دي.

(2022 / 2 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د روسیې د دفاع وزارت د اوکراین د پولو ترڅنګ په تطبیقاتو کې ګډون کوونکو بعضو ځواکونو د ماموریت د پایته رسیدو نه وروسته خپلو اصلي‌ هډو ته د ستنیدو نه خبر ورکړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي‌ چې د اوکراین د پولو ترڅنګ په تطبیقاتو کې ګډون کوونکي‌ ځیني‌ ټانکونه او پرسونل د ماموریت د پایته رسولو نه وروسته خپلو اصلي‌ هډو ته ستانه شوي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د لویدیځې پوځي‌ سیمې اړوند بعضې ټانکونه او ځواکونه د تطبیقاتو د پایته رسولو نه وروسته په  نیجني‌ نووګراد  کې خپلو دایمو هډو ته ستانه شوي‌ دي. د ویلو ده چې د روسیې د دفاع وزارت  د اوکراین اړوند د کریمیا سیمه چې په غیرې قانوني‌ توګه يي‌ د خپلې خاورې سره یوځای کړې ده ویلي‌ دي‌ چې دلته هم د تطبیقاتو د پایته رسیدو نه وروسته ځواکونه خپلو هډو ته ستانه شوي‌ دي.

د روسیې سمندري‌ ځواکونو بیا ویلي‌ دي‌ چې د تطبیقاتو په موخه کریمیا ته راغلې  ۱۰ سو ۲۴ ډوله جنګي‌ الوتکې د روسیې نورو سیمو ته استول شوي‌ او مستقر شوي‌ دي.

په بیان کې دا ندي‌ ویل شوي‌ چې دا الوتکې چیرته لیږل شوي‌ دي.

روسیې د دفاع وزارت پداسې حال کې هډو ته د خپلو ځیني ځواکونو د ستنولو نه خبر ورکوي‌ چې لویدیځ د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پيلولو او اشغالولو نیټه هم اعلان کړې ده . لویدیځ وايي چې روسیې د اشغال ټول پلان او نقشه جوړه کړې ده او کیدای شي‌ چې د یوې بهانې د موندولو نه وروسته دا عملیات پیل کړي.

Leave a reply