د جي ۷ هېوادونه د اوکراین په اړه بېړنۍ غونډه کوي

0
77

د جي ۷ هېوادونه د اوکراین په اړه بېړنۍ غونډه کوي

دا ناسته داسې مهال کېږي چې په دې ورستیو کې اوکراین په سر د امریکا او روسیې ناندرۍ بیا ډېرې شوې دي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، هره اشاره ښيي چې روسیه به راتلونکو څو ورځو کې پر اوکرایین برید وکړي.

 

(2022 / 2 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ټاکل شوې د شنبې ورځ د جي ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین د کړکېچ د حل په هدف بېړنۍ ناسته وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوې اعلامیه کې د دغه خبر پخلی شوی او پکې لیکل شوي چې په راتلونکو ورځو کې د اوکراین په پولو کې د لسګونو زره روسي پوځیانو د مېشتېدو له کبله د رامنځته شوي کړکېچ په اړه به د جي اووه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ناسته وشي.

دا ناسته داسې مهال کېږي چې په دې ورستیو کې اوکراین په سر د امریکا او روسیې ناندرۍ بیا ډېرې شوې دي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، هره اشاره ښيي چې روسیه به راتلونکو څو ورځو کې پر اوکرایین برید وکړي.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، پر اوکرایین د روسیې د برید احتمال خورا زیات دی. روسیه په تکرار سره وايي، پر اوکرایین د برید پلان نه لري.

Leave a reply