امریکا لۀ افغانستان څخه د تخلیه شویو افغانانو لپاره نوی ځای جوړوي

امریکا لۀ افغانستان څخه د تخلیه شویو افغانانو لپاره نوی ځای جوړوي
یوه جګپوړي امریکایي چارواکي رویترز ته ویلي دي چې په دې نوې مرکز کې به د بیا استوګنې د چارو د ټولو مربوطه ادارو استازي وي او کیدای شي د فبروري په وروستیو او یا هم د مارچ په لومړیو کې پرانیستل شي.
(2022 / 2 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
څلورو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د امریکا حکومت په پام کې لري په ویرجینیا ایالت کې د تخلیه شویو افغانانو د چارو د پروسس لپاره نوی مرکز جوړ کړي.
دغه مرکز په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې د امریکا حکومت د اتو نظامي مرکزونو له ډلې څخه وروستی مرکز چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې یې په مجموع کې په لس ګونه زرګونه تخلیه شويو افغانانو ته ځای ورکړی وو، تړي.
یوه جګپوړي امریکایي چارواکي رویترز ته ویلي دي چې په دې نوې مرکز کې به د بیا استوګنې د چارو د ټولو مربوطه ادارو استازي وي او کیدای شي د فبروري په وروستیو او یا هم د مارچ په لومړیو کې پرانیستل شي. دوو سرچینو د هویت د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي دي چې دا مرکز د ویرجینیا په لیزبرګ کې په پام کې نیول شوی دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوې بیانیه کې رویټرز ته ویلي دي چې تر اوسه د یاد مرکز د موقعیت په تائید کار کوي.





