د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر قطر کې د اروپايي هېوادونو لۀ سفیرانو سره کتلي دي 

0
95

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر قطر کې د اروپايي هېوادونو لۀ سفیرانو سره کتلي دي 

سرچینه لیکي، د امریکا سفیر جانسن د وضاحت په ډول ویلي، چې د کنګل شویو پيسو د تقسیم په اړه د ولسمشر بایډن خبره په رسنیو کې ناسمه تعبیر شوې او په یوه میکانیزم کار روان دی چې احتمال لري د یادو پيسو یوه برخه د افغانستان بانک په اختیار کې ورکړل شي چې د خپلې پېښتیبانې په ډول ترې استفاده وکړي.

 

(2022 / 2 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ اپور 

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په قطر کې د ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو له سفیرانو او د امریکا له استازو سره په لیدنه کې د افغانستان د بشري او اقتصادي حالت، مرستو، بشري حقونو، سیاسي اړیکو او د ښوونکو د معاشونو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغان پلاوي د یادو هېوادونو استازو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي پر طا لبانو د بندیزونو، د افغانستان کنګل شویو پیسو او په دې برخه کې د امریکا د ولسمشر د وروستي اقدام په اړه هم بحث وشو.

امیرخان متقي د افغانستان د اسعاري زیرمو په اړه د بایډن د فرمان په اړه یاده ناستې کې ویلي، چې په هیڅ صورت ورته دا خبره د منلو نه ده چې دا پيسې د بشري مرستو او یا هم غرامت نامه مصرف شي.

سرچینه لیکي، د امریکا سفیر جانسن د وضاحت په ډول ویلي، چې د کنګل شویو پيسو د تقسیم په اړه د ولسمشر بایډن خبره په رسنیو کې ناسمه تعبیر شوې او په یوه میکانیزم کار روان دی چې احتمال لري د یادو پيسو یوه برخه د افغانستان بانک په اختیار کې ورکړل شي چې د خپلې پېشتیبانې په ډول ترې استفاده وکړي.

Leave a reply