عادله راز وايي چې که واشنګټن افغان سفارت تړل کېږي؛ بیرغ دې پخپل ځای پرېښود  شي 

0
157

عادله راز وايي چې که واشنګټن افغان سفارت تړل کېږي؛ بیرغ دې پخپل ځای پرېښود  شي 

سرچینه وايي، چې سفیرې عادلې راز د امریکا له حکومته غوښتي چې پر سفارت دې د افغانستان بیرغ پر خپل ځای پریږدي، چې دا غوښتنه یې منل شوې خو بله غوښتنه یې چې په امریکا کې دې د میشتو افغانانو د کارونو د خلاصون په موخه کونسلګري پرانیستې پرېښودل شي، نه ده منل شوې.

(2022 / 2 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا حکومت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له مسوولینو غوښتي چې نور دې یاد سفارت وتړي.

په امریکا کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې ویلي، چې د امریکا حکومت په رسمي توګه په واشنګټن کې د افغانستان له سفیرې عادلې راز څخه غوښتي چې نور دې سفارت وتړي.

سرچینې ویلي، چې دغه راز سفیرې ته دا هم ویل شوي که هغه غواړي یوازې خپله له سفارت پرته له کور څخه کار کولی شي او دوی چمتو دي چې لګښت یې ورکړي، خو د سرچینې په خبره چې سفیرې عادلې راز په یواځې ځان او هغه له کوره کار کول نه دي منلي او دا یې غوره ګڼلې چې د سفیرې په توګه له دندې استعفی وکړي.

Leave a reply