برازیل کې؛ د ورښتونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۱۱۷ کسان مړه شوي دي

0
175

برازیل کې؛ د ورښتونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۱۱۷ کسان مړه شوي دي

د یاد شوي‌ ایالت د ژغورنې او ملکي‌ خوندیتوب ادارې ویلي‌ چې تر اوسه پورې یې ۲۴ تنه ژغورلي‌ دي‌ او ۷۰۵ تنه نور يي په خوندي سیمو کې ځای په ځای کړي‌ دي.

 

(2022 / 2 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

په برازیل کې د زیاتو اورښتونو له امله د مړو شمیره ۱۱۷ تنو ته لوړه شوې.

د برازیل د ریو دو ژانیزو په ایالت کې د ډیرو شدیدو اورښتونو له امله د راوتلو سیلابونو او ځمکې ښويېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمیره ۱۱۷ تنو ته لوړه شوه.

د یاد شوي‌ ایالت د ژغورنې او ملکي‌ خوندیتوب ادارې ویلي‌ چې تر اوسه پورې یې ۲۴ تنه ژغورلي‌ دي‌ او ۷۰۵ تنه نور يي په خوندي سیمو کې ځای په ځای کړي‌ دي.

سیمه ایزو چارواکو ویلي‌ چې که کیدای شي‌ د مړو شمیره لوړه شي.

Leave a reply