روسیې لۀ مسکو څخه د امریکا د سفیر مرستیال ایستلی دی 

0
175

روسیې لۀ مسکو څخه د امریکا د سفیر مرستیال ایستلی دی 

روسیې د امریکا ددې جګپوړي دپلومات د ایستلو لامل نه دی روښانه کړی خو دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې په اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه په امریکا او لویدیځو هیوادونو کې اندېښنې ډیرې شوې دي.

 

(2022 / 2 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې چې په مسکو کې د امریکا د سفیر مرستیال بارت ګورمن د هغه هیواد څخه ایستل شوی.

روسیې د امریکا ددې جګپوړي دپلومات د ایستلو لامل نه دی روښانه کړی خو دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې په اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه په امریکا او لویدیځو هیوادونو کې اندېښنې ډیرې شوې دي.

ګورمن په مسکو کې د امریکا په سفارت کې تر سفیر وروسته جګپوړی دپلومات او د ټیم مهم غړی و. هغه څه باندې درې کاله کېدل چې په مسکو کې یې ماموریت کاوه.

دا لومړی ځل نه دی چې د مسکو او واشنګټن تر منځ د دپلوماتانو پر سر جنجال پیدا کیږي. دواړو هېوادونو تر دې وړاندې هم د یو بل دپلوماتان په بیلا بیلو پلمو ایستلي دي.

Leave a reply