سعودي عربستان کې ۳۰ زره ښځو غوښتنلیکونه جمع کړي

0
162

باغی ټي رپورټ
سعودي عربستان د ریل ګاړي چلولو لپاره ښځینه چلوونکو لپاره دندې اعلان کړي دي او ۲۸ زره ښځو د ۳۰ دیرشو څوکیو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.
د برتانوي ميډيا له مخې ټاکل شوې دېرشو ښځو ته به يو کال ټريننګ ورکولې شي چې له هغې وروسته به ورته د مکې او مدينې تر منځ د تيز رفتار اورګاډي د چلولو ذمه واري ورکړل شي.

برطانوي رسنۍ وايي چې دا د سعودي عربستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ښځې د دې ډول دندو لپاره ټاکل کېږي، له څو لسیزو راهیسې سعودي عربستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ښځینه کارکونکو شمېر پکې ډېر کم دی
د جیونیوز رپورټ مطابق دا رجحان په دې وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د ویژن 2030 لاندې د کار کونکو میرمنو په شمیر کې د زیاتوالي سره بدلیږي ، کوم چې هغه د تیلو صنعت باندې د اقتصاد انحصار کمولو په لټه کې دي

Leave a reply