د عورت مارچ په نامه د اسلامي قدرونو سپکاوې کیږي: ډاکټر نورالحق قادري

0
138

باغی ټي وي رپورټ
د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاکټر نور الحق قادري په یو بیان کې ووئيلي دي چې د وومين،عورت مارچ په نوم مذهبي اقدارو ته سپکاوے کيږي۔
د مذهبي چارو وفاقي وزير شاهزيب خانزاده سره خبرو کې وويل چې په دې اړه يې وزيراعظم ته خط ليکلى دى.
د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري زياته کړه چې ټول پوهېږي چې کومې نعرې د مذهبي اقدارو خلاف دي، هغه وزيراعظم ته خط ليکلی دې او په دې خط کې ورته دا ستونزه په ګوته کړې ده.
هغه وایی چې عورت مارچ کې کې ښځې د اخلاقو او مذهبې قدرونه سرغړونه کوي او چې دوی کومې نعرې وهی دا د اسلامي قدرونو په ضد دي، هغه وایی چې زه په ښځو باندې د ظلم کولو خلاف یم، زه نه غواړی چې په ښځو ظلم وشي او عورت مارچ کې د مذهب کوم سپکاوې شي دهغې خلاف یم.

Leave a reply