په صحت کارډ کې دې دار درمل ورکول هم شامل کړې شي: د لنډیکوتل اوسیدونکو غوښتنه

باغي ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې په لنډيکوټل تحصيل کښې مقامي خلقو د صحت کارډ په ذريعه خلقو ته د صحت سهولتونو په ورکولو لپاره د وفاقي او صوبایی حکومت مننه کړې ده ولي دا شکايت هم اوکړے چې په صحت کارډ کښې دې قيمتي داروګان هم شامل کړے شي۔
د لنډيکوټ اوسېدونکي فضل ربي شينواري له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې په صحت کارډ کې يوازې د عملياتو اسانتيا شامله ده، هغه زياته کړه، چې له عملياتو وروسته ناروغانو ته داسې درملو ته اړتيا وي، چې بې وزله او غریب خلق دا داروګان د زیات قیمت له وجهې نه شي اخستي.
ده د وزيراعظم عمران خان نه غوښتنه وكړه چې د صحت كارډ كښې دې دوايانې هم شاملې كړې شي تر څو بې وزله او غریبه خلقو ته اسانتیا او سهولت وركړې شي او هغوي هم د صحت كارډ په ذريعه داروګان هم ترلاسه کړي.





