ایف آیی اې د شهباز شریف په ضد یو مهم ګام اخستلو تیاري کړې

0
42

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د مسلم ليګ نون صدر شهباز شريف خلاف د مني لانډرنګ مقدمې مضبوطولو لپاره چالان تیار کړې دې.
د ايف آئي اے لخوا جمع کړي شوي چالان کښې وئيلي شوي دي چې اسحاق ډار د شهباز شريف په ضد اعترافي بيان هم ورکړے دے، د پاناما جے آئي ټي په رپورټ کښې د اسحاق ډار بيان هم د ثبوت په توګه حواله کړے شوے دے۔
د بیان له مخې، شهباز شریف د وزیراعلی په توګه له ۱۹۹۷ کال وروسته د بحرین د صدیق سید محفوظ هاشم خادم په نوم یو بې نومه اکاونټ پرانیستلې وو.
د جیو نیوز رپورټ مطابق چالان کښې داهم وئيلي شوي دي چې په دغه بے نامې اکاونټ کښې 18 ميليونه ډالره جمع شوي دي داسحاق ډار اعترافي بيان تر دې دمه کوم عدالتي فورم څخه واپس نه دې اخستل شوې.

Leave a reply