په اسلام آباد کې د خبریال محسن بیګ د نیولو په ضد احتجاج شوې دې

0
78

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې د خبریال او د آن لاین خبري آژانس ایډیټر محسن بیګ د نیولو په ضد یو لویه احتجاجي مظاهره وشوه.
مظاهره د راولپنډی یونین آف جرنلسټس او د راولپنډی اسلام آباد یونین آف جرنلسټس د مشرانو،غړیو او خبریالانو ترسیوري لاندې وشوه.
دې احتجاي مظاهرې د خیبر پښتونخوا یو لوی او وتلې جرنلسټ او ټي وي اینکر،د جیو نیوز جرګه پروګرام کوربه سلیم صافي هم وینا وکړه.
سلیم صافي په دې موقع اوویل چې د عمران خان په حکومت کې د پخواني جرنیل مشرف د حکومت څخه هم زیات بندیزونه دي. هغه اوویل چې دا حکومت په میډیا او خبریالانو بندیزونه لګوي کوم چې د غندنې وړ دي .
هغه اوویل چې خبریالانو لپاره لیکلو او صحافت آزادي ددوی بنیادي حق دي او د حق دوی څخه هیڅوک هم نه شي اخستې.
…………………………………………………………

………………………………………………………..


Leave a reply