فرانسې لۀ مالي څخه خپل ځواکونه ایستلي دي

فرانسې لۀ مالي څخه خپل ځواکونه ایستلي دي
په مالي کې د فرانسوي ځواکونو د حضور پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیک بحران دوه میاشتې دوام وکړ چې بلاخره فرانسې نن تر شاوخوا یوې لسیزې نظامي حضور وروسته له مالي څخه په رسمي ډول د ځواکونو د وتلو اعلان وکړ.
(2022 / 2 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د افریقا له مالي هېواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پیلېدو خبر ورکړی دی.
نوموړي نن د فرانسې په الیزه ماڼۍ کې یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې له مالي څخه د فرانسوي ځواکونو د وتلو د اعلان ترڅنګ ویلي چې دوی به په افریقا کې له ترهګرۍ سره مبارزې پر غوره لارو چارو د مالي له حکومت سره خپلو مشورو ته دوام ورکړي.
ماکرون زیاته کړې ده چې له مالي څخه به د فرانسوي ځواکونو د وتلو بهیر له څلورو تر شپږو میاشتو پورې وخت ونیسي او په یاده موده کې به د ترهګرو پر وړاندې ډېر کم عملیات تر سره کړي.
هغه ټینګار کړی دی چې له دې وروسته به د دوی د عملیاتو تمرکز پر نیجر وي او دغه راز به یو شمېر ځانګړي ځواکونه په بورکینافاسو کې هم پاتې شي.