امریکا وايي چې روسیې یو ځل بیا د اوکراین پولو ته څېرمه عسکر ځای پر ځای کړي
امریکا وايي چې روسیې یو ځل بیا د اوکراین پولو ته څېرمه عسکر ځای پر ځای کړي
هغه زیاته کړې ده چې روسیه پر اوکراین د برید له مسئلې نه ده په شا شوې او ممکن ډېر ژر پر دغه هېواد برید وکړي. هغه ادعا کړې ده چې روسیې د اوکراین له پولو څخه د خپلو پوځیانو او نظامي تجهیزاتو د لرې کولو په اړه رسنیو ته دروغ ویلي دي.
(2022 / 2 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یو لوړپوړي امریکایي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ادعا کړې ده چې روسیې د اوکراین پولو ته څېرمه د خپلو پوځیانو لېږد لا هم جاري ساتلی دی.
هغه زیاته کړې ده چې روسیه پر اوکراین د برید له مسئلې نه ده په شا شوې او ممکن ډېر ژر پر دغه هېواد برید وکړي. هغه ادعا کړې ده چې روسیې د اوکراین له پولو څخه د خپلو پوځیانو او نظامي تجهیزاتو د لرې کولو په اړه رسنیو ته دروغ ویلي دي.
د نوموړي په وینا نه یوازې دا چې د اوکراین پولو ته څېرمه د روسي سرتېرو حضور کم شوی نه دی بلکې اووه زره تازه دمې سرتېري یې یادو پولو ته استولي دي.
تر دې څرګندونو وروسته کرملین ویلي چې پر اوکراین د برید په اړه د امریکا تبلیغات شرموونکي دي ځکه دوی پر یاد هېواد د برید پلان نه لري.