نیویارک ټایمز لیکي چې امریکا کې د افغانانو د پناه غوښتنې ډېری وړاندیزونه رد شوي

0
115

نیویارک ټایمز لیکي چې امریکا کې د افغانانو د پناه غوښتنې ډېری وړاندیزونه رد شوي

د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه ۴۳ زره افغانانو په امریکا کې د پناه غوښتنې کړې دي خو تر اوسه پورې یوازې د ۲ زره هغو غوښتنې څېړل شوې او پاتې نورې یې ټولې رد شوې دي.

 

(2022 / 2 /  17 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې په امریکا کې د افغانانو د پناه غوښتنې ډېری درخواستونه رد شوي دي.

راپور کاږي چې په امریکا کې د ګوتو په شمار افغانانو د پناه غوښتنې درخواستونه تر څېړنې لاندې نیول شوي دي او ډېری نور یې بېرته رد شوي دي.

نیویارک ټایمز د امریکایي ځواکونو د پخواني ژباړونکي شریف عزیزي له قوله ویلي چې د نوموړي د کورنۍ غړو د پناه غوښتنې کېسونه رد شوي دي.

عزیزي چې اوسمهال د کالیفورنیا په سن خوزه کې ژوند کوي وایي، د امریکا له لوري په یاده برخه کې د همکارۍ ژمنې ټولې دروغ دي.

اړوند موضوعات: 

په واشنګټن کې افغان ديپلوماتان د ایستلو له ګواښ سره مخ دي 

د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه ۴۳ زره افغانانو په امریکا کې د پناه غوښتنې کړې دي خو تر اوسه پورې یوازې د ۲ زره هغو غوښتنې څېړل شوې او پاتې نورې یې ټولې رد شوې دي.

Leave a reply