په واشنګټن کې افغان ديپلوماتان د ایستلو له ګواښ سره مخ دي 

0
190

په واشنګټن کې افغان ديپلوماتان د ایستلو له ګواښ سره مخ دي 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په واشنګټن کې د افغان سفارت کار کوونکي د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي، ځکه د دوی بانکي حسابونه تړل شوي او مالي امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

 

(2022  / 2 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په واشنګټن کې د افغان سفارت کار کوونکي د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي، ځکه د دوی بانکي حسابونه تړل شوي او مالي امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

همدا راز د سفارت چارې هم ټکنی شوې دي او ځینو ديپلوماتانو په امریکا کې د پنا غوښتنه کړې ده خو دغه هېواد مثبت ځواب نه دی ورکړی.

وروسته له هغه چې په کابل کې پخوانی نظام سقوط شو په ډېری هېوادونو کې ديپلوماتیکې استازولۍ له ستونزو سره مخ شوې.

په واشنګټن کې افغان سفارت بیا له هغو استازولیو دی چې تر ټولو ډېر له ستونزو سره مخ شوی دی او داسې راپورونه شته چې ښایي امریکا یې د تړلو پرېکړه وکړي.

Leave a reply