افغان چارواکو لۀ پاکستان سره د سوداګرۍ د پراختیا پۀ اړه خبرې کړي

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه د دواړو هېوادونو په ګټه بولي خو ټینګار کوي چې پاکستان وړاندې تر دې هم ډېرې ژمنې کړې دي او ا.ا ته په کار ده چې له یاد هېواد سره په اړیکو او راکړه ورکړه کې له پوره احتیاطه کار واخلي.
(2022 / 2 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د ا.ا یو پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا په موخه د پاکستان لاهور ته تللی دی.
د یادې خونې مسوولین وایي چې ټاکل شوې د ا.ا دا پلاوی د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې د اسانتیا برابرولو په موخه یو هوکړهلیک هم لاسلیک کړي.