واشنګټن پوسټ: بایډن دې د خپلې ماتې پړه پر نورو نۀ اچوي 

0
159

واشنګټن پوسټ: بایډن دې د خپلې ماتې پړه پر نورو نۀ اچوي 

په مطلب کې راځي چې د افغانانو د شتمنۍ کنګل کول هم د یوه معقول پلان برخه نه ده، بلکې د بې پروایئ او بېړې په حالت کې د رامنځ ته شوې پرېکړې پایله ده چې تر ګټو به یې زیانونه ډېر وي.

 

(2022 / 2 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

بایډن دې د افغانستان په تړاو د خپلې بې پروایئ او کمزورۍ پړه پر نورو نه اچوي.

واشنګټن پوسټ نشریې په یوه مطلب کې ویلي چې بایډن د افغانستان په مسئله کې له لومړي سره ملامت دی. سرچینه وایي دی د خپلو بې پرواییو، کمزوري مدیریت او تېرونو پړه کله پر پخواني افغان حکومت او کله پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اچوي.

واشنګټن پوسټ وایي د بایډن کمزوری مدیریت او بې پروایي ددې سبب شوه چې امریکا په نړیواله کچه رسوا شي او دمګړی افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

په مطلب کې راځي چې د افغانانو د شتمنۍ کنګل کول هم د یوه معقول پلان برخه نه ده، بلکې د بې پروایئ او بېړې په حالت کې د رامنځ ته شوې پرېکړې پایله ده چې تر ګټو به یې زیانونه ډېر وي.

اړوند موضوعات: 

یوه امریکايي ورځپاڼه لیکي چې امریکا پۀ افغانستان کې ماته وخوړه 

واشنګټن پوسټ وایي بایډن دې خپلې تېروتنې و مني او په غیر منطقي اقداماتو یې دې د پټولو هڅه نه کوي، کنه د لا ډېرو امریکایانو له کرکې سره به مخ شي.

Leave a reply