خیبر پښتونخوا کې په بلدیاتي ټاکنو کې د رد شوو رایو څخه معلومیږي چې د الیکټرانک ووټنګ مشین ولې ضروري دي او ولې ی مخالف ګوندو خلاف دي: وزیراعظم عمران خان

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې د میر څوکۍ لپاره د رد شوو ۲۳۱۱۳ ووټونو په اړی یو بیان کې ویلي دي چې ددې ټاکنو څخه ثباته شوي چې برقي رای مشین څومره اهمیت دې او مخالفې ډلې ولې ددې مشین مخالفت کوي.
د اې پي پي رپورټ مطابق د پیښور میر څوکۍ لپاره د ټاکنو د پایلو مطابق د جے يو آئي امیدوار د 12087 ووټونو په فرق د پي ټي آئي امیدوار څخه ټاکنې وګټلې خو په دې ټاكنو كښې د رد شويو ووټونو شمېره 23113 ده.
د شورو په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ویلي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو نتيجو يو ځل بيا د ډبل سټېمپنګ او نورو وجوهاتو له امله د رد شويو ووټونو د مسئلې اهميت رامخې ته کړې دي او دا ثابته شوه چې په ټاکنو کې ددې برقي ووټنګ مشین ډیر زیات اهمیت دې او دا مشین په ټاکنو کې وکارول شي نو دې سره به د ووټونه پایلو کې هیڅ کوم فرق را نه شي.
وزیراعظم ویل يدي چې د كال 2013م په ټاكنو كښې د جوډيشنل كميشن په رپورټ كښې هم دا خبره رامخې ته شوې وه.و وزيراعظم زیاتوي چې د بدلون مخالف ځكه د الېكټرانك ووټنګ مشين مخالفت كوي چې دوي د مخالفو ووټونو د رد كولو لارې ګودرې پیژني او هم دغه شان په عام ټاکنو کې د برقي مشین د نه کارولو هم دغه نقضان دې.






