یوه امریکايي ورځپاڼه لیکي چې امریکا پۀ افغانستان کې ماته وخوړه
یوه امریکايي ورځپاڼه لیکي چې امریکا پۀ افغانستان کې ماته وخوړه
مقاله کې وړاندې راغلي چې بایډن د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره هیڅ واضح پلان نه لاره او همدا لامل و چې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شوې.
(2021 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د چارو ډېریو امریکایي شنونکو او یو شمېر پخوانیو جنرالانو امریکا په افغان جګړه کې بایلونکې وبلله خو د سپینې ماڼۍ اوسني چارواکي لا هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په بېلا بېلو نومونو توجیه کوي.
یواس ټوډې ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي چې امریکا په افغانستان کې سخته ستراتیژیکه ماتې خوړلې ده.
ورځپاڼه کاږي چې بایډن د ولسمشرۍ په تبلیغاتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې په ډېر ښه شکل به په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.
ورځپاڼه وایي، بایډن پر خپله ژمنه وفا وکړه خو تر ټولو ستره بیه یې هم پرې کړه.
اړوند موضوعات:
لایف مېنېټ امریکا د افغانستان د اقتصاد په جوړولو کې ناکامه وبلله
مقاله کې وړاندې راغلي چې بایډن د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره هیڅ واضح پلان نه لاره او همدا لامل و چې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شوې.
مقاله کې راځي چې بایډن د دغې جګړې فتحې ته له پام پرته خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل او په همدې توګه یې یوه بله ستره ستراتیژیکه ماتې د امریکا تاریخ ته ور زیاته کړه.