د روستو پاتې شوو سیمو خلقو د حقونو لپاره راوتلې یم: حاجی سیدعالم شلماني

0
67

باغي ټي وي رپورټ
د لنډیکوتل تحصیل د لرې پرتې او روستو پاتې شوې سیمې شلمان اوسیدونکې او د شلمان قامي مومنټ چيف آرگنائزر سيد عالم شلماني په لنډي کوتل پريس کلب کښي خبري غونډي ته دوينا په مهال اوويل چي دوي د مخصوص علاقې د خدمت په نیت په بلدیاتي ټاکنو کې برخه اخلي او د پرمختيائي منصوبو لپاره د زميني برابرولو لپاره ميدان ته راوتلي یم، هغه په سياسي ګوندونه او منتخب نمائندګانو سخت ټکونه وکړل چې دوی ددې روسته پاتې شوې سیمې په پرمختایی کارونو کې د نظر نه غورځولي دي.

هغه زیاته کړه چې حکومت دې علاقو له ډير څه ورکړي دي خو ذمه دارانو په خلقو باندي څه نه دي لګولي۔دوي اوويل چي د آزاد اميدوار په توګه بلدیاتي ټاکنوکې برخه اخلي ، سيد عالم شلماني اوويل چي دوي ته د ټول تحصيل په خاصه توګه د پسمانده سيمو خلقو مکمل حمايت حاصل دې او د چيئرمېن څوکۍ لپاره به ووټونه وګتي.

Leave a reply