ملګري ملتونه وايي چې پۀ اړمنو افغانانو نغدي مرستې ویشو 

0
203

ملګري ملتونه وايي چې پۀ اړمنو افغانانو نغدي مرستې ویشو 

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کار د نشتوالي او اقتصادي ستونزو ډېرېدو له امله ګڼ شمېر افغانانو له خطرناکو قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته مخه نیولې ده او نړیوالې ټولنې هم له افغانستان څخه د کډوالۍ د یو بل ناورین خبرداری ورکړی دی.

(2021 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وروسته تر هغه چې ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بنسټونو په افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې ملګري ملتونه په پام کې لري چې پر اړمنو افغانانو ۳۰۰ میلیونه ډالر نغدي مرسته ووېشي.

راپور کې راغلي چې له دغې مرستې به ډېری اړمن افغانان په مستقیمه توګه برخمن شي او دغه راز به افغانستان له یو ستر اقتصادي ناورین څخه وژغوري.

راپور کې راغلي دي چې دغه ۳۰۰ میلیونه ډالر نغدي مرسته به د کار په بدل کې پر جګړه ځپلو او هغو افغانانو ووېشل شي چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

اړوند موضوعات: 

م،م: افغانستان کې همدا مهال ۹۷ سلنه خلک د خوړو نشتون سره مخ دي 

Leave a reply